Fem.OS

د اړتیا وړ مشورې د ټولنیزو رسنیو له طریقه د پناه غوښتنکو لپاره چې له غیر اروپایې ملکونو نه راغلي وي

د „Fem.OS“ پروژه د پناه غوښتونکو لپاره د اړتیا وړ معلومات او د مشورې خدمات د ټولنیزو رسنیو له طریقه وړاندي کوي. دا مشورې به په لسو بېلابېلو ژبو او د حقوقي پلوه مطمئنه وي او موخه یې دا ده چې د ښځو ټولنیز ادغام حمایت شي او په کارې ساحه کې د مهاجرو ښځو شاملیدل تقویه شي.

اړیکه او د پروژې مسووله: 

Agnieszka Skwarek
a.skwarek@minor-kontor.de

د پروژې دوام: 

01.05.2020 – 30.06.2023

نورې ژبې:

عربي | bosanski/hrvatski/srpski | deutsch | english | español | فارسی | français | português | русский | türkçe | україньский

femos.minor-kontor.de :وېبسایټ

Flyer:

Download als PDF (0,9 MB)

 د دې پروژې یوه مهمه برخه یې دا ده چې د مشاورې خدمات د ټولنیزو رسنیو د بیلابیلو ګروپونو له طریقه تنظیم شي او د دې تر څنګ د اړتیا وړ معلومات له مهاجرینو او یا هم د مهاجرت لیواله کسانو سره تبادله شي. دا معلومات به په آلمان کې د ژوند او کار په اړه وي او تر ټولو مهمه دا چې دا مشاوره او د معلوماتو تبادله به د مهاجرینو په مورنۍ ژبه تر سره کیږي.

دې شرایطو ته په پام سره د مینور دفترد معلوماتو او د مشاورې د خدماتو ارایه کولو طرحه مخکي په نورو پروژو لکه د „MB 4.0“ او „Neu in Berlin plus“ کې پلان کړي او په بریالیتوب سره تطبیق کړې. په دی ترتیب دا ثابته شوه چې ښځې د خپلو ستنزو لپاره د ادغام په پروسه کې زیاتره وخت له ټولنیزو رسنیو نه کار اخلي. سربیره پر دی مهاجرو ښځې اساسی رول د خپلو کورنیو او ټولنو د ادغام په برخه کې په آلمان کی لوبوي.

د Fem.OS پروژې هدف دا دی چي، د اړتیا وړ معلوماتو له طریقه او همدارنګه د لومړنیو مشاورو او یا هم نورو د مشاورو مرکزنو ته د معرفی کولو له لارې پناه غوښتونکو ښځو ته دا زمینه مساعده کړي چې د هغوې فردي، ټولنیز او کاری ادغام حمایت شي او د دوي د کورنې د نورو غړو ادغام هم وده وکړي. دې موخې ته د رسیدو لپاره دا پروژه د مشاورې خدمات د مهاجر ښځو لپاره له غیر اروپایی ملکونو ته په پام کې لري.

د مشورې ورکولو تیم د آلمانې ژبې تر څنګ په لاندینیو ژبو د مشورې خدمات وړاندي کوي چي اکثریت مهاجرین پری خبرې کوي: عربی، انګلیسې، فرانسوي، پښتو، فارسي، پرتګالي، روسي، صربي، اسپانوي او ترکي. 

د Fem.OS پروژې هدف دا دی چي د اړتیا وړ معلومات او مشورې وړاندي کړي او په دی ترتیب د معلوماتو کمی په ټولنیزو رسنیو کې د غیر اروپایي ملکونو مهاجرینو لپاره ډکه کړي، دی ته ورته هدف د „MB 4.0“ پروژه هم لري چی په لسو ژبو اروپایی مهاجرینو ته مشوره ورکوي.  د پناه غوښتنې او مهاجرت او ادغام په امورو کی د فدرال دولت د استازی په مالي مرسته د معلوماتو او مشاورې خدمات په پراخه  او په ډيره آسانه توګه اړونده پناه غوښتنکو ته رسول کیږي او دا معلومات به د حقوقی له نظره مطمینه او ارزیابی شوي وي.

د مشاورې اساسي موضوعات د ښځو ادغام د کار په ساحه کې او همدارنګه ښځو ته د هغوي د ستونزو او هغه  مسایل چي ښځې ورسره مخ وي کومک رسول دی.  د حقوقې لارښوونو په ذریعه چي د حقوق پوهانو له خوا د مشاورینو په تیم کي ترسره کیږي د معلوماتو او مشورو د لوړ کیفیت او اطمینان سبب ګرځي.

د دې پروژې یوه خاصه ځانګړیتیا دا ده چي د المان د کار فدرال اداره د یو ځانګړی استازی په واسطه چې د کار په بازار کی د حقوقو د برابرۍ لپاره کار کوي.د پروژې په ترڅ کې دوه متخصص همکاران د المان د کار فدارل ادارې له خوا فعاله دي چې دوي به د کار ادارې او جاب سنتر سره لکه یو ارتباطی پل په شان وي.

د پروژې نتایج په منظمه توګه یاداښت کیږي او ارزول کیږي. دا چي د اړتیا وړ معلومات او مشورې په دوامداره توګه او په ښه کیفیت سره وړاندي شي نو په دی خاطر مسلکی عمومې اړیکې له نورو کلیدې سازمانونو سره (لکه د کار فدرال اداره، د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنکو اداره او د نورو عمومی ټولنیزو رسنیو چلونکي او غیر انتفاعې دفترونه او پروژې چې د مهاجرینو لپاره کار کوي) ساتل د پروژې کار او له دې طریقه ارایه شوی معلومات ډیر موثره واقع کیږي.

نشر شوي معلومات

پېښې

د „Fem.OS“ پروژه د پناه غوښتنې او مهاجرت او ادغام په امورو کی د فدرال دولت د استازی لخوا په مالي مرسته تمویل کیږي.