د دې پروژې یوه مهمه برخه یې دا ده چې د مشاورې خدمات د ټولنیزو رسنیو د بیلابیلو ګروپونو له طریقه تنظیم شي او د دې تر څنګ د اړتیا وړ معلومات له مهاجرینو او یا هم د مهاجرت لیواله کسانو سره تبادله شي. دا معلومات به په آلمان کې د ژوند او کار په اړه وي او تر ټولو مهمه دا چې دا مشاوره او د معلوماتو تبادله به د مهاجرینو په مورنۍ ژبه تر سره کیږي.
دې شرایطو ته په پام سره د مینور دفترد معلوماتو او د مشاورې د خدماتو ارایه کولو طرحه مخکي په نورو پروژو لکه د „MB 4.0“ او „Neu in Berlin plus“ کې پلان کړي او په بریالیتوب سره تطبیق کړې. په دی ترتیب دا ثابته شوه چې ښځې د خپلو ستنزو لپاره د ادغام په پروسه کې زیاتره وخت له ټولنیزو رسنیو نه کار اخلي. سربیره پر دی مهاجرو ښځې اساسی رول د خپلو کورنیو او ټولنو د ادغام په برخه کې په آلمان کی لوبوي.
د Fem.OS پروژې هدف دا دی چي، د اړتیا وړ معلوماتو له طریقه او همدارنګه د لومړنیو مشاورو او یا هم نورو د مشاورو مرکزنو ته د معرفی کولو له لارې پناه غوښتونکو ښځو ته دا زمینه مساعده کړي چې د هغوې فردي، ټولنیز او کاری ادغام حمایت شي او د دوي د کورنې د نورو غړو ادغام هم وده وکړي. دې موخې ته د رسیدو لپاره دا پروژه د مشاورې خدمات د مهاجر ښځو لپاره له غیر اروپایی ملکونو ته په پام کې لري.
د مشورې ورکولو تیم د آلمانې ژبې تر څنګ په لاندینیو ژبو د مشورې خدمات وړاندي کوي چي اکثریت مهاجرین پری خبرې کوي: عربی، انګلیسې، فرانسوي، پښتو، فارسي، پرتګالي، روسي، صربي، اسپانوي او ترکي.
د Fem.OS پروژې هدف دا دی چي د اړتیا وړ معلومات او مشورې وړاندي کړي او په دی ترتیب د معلوماتو کمی په ټولنیزو رسنیو کې د غیر اروپایي ملکونو مهاجرینو لپاره ډکه کړي، دی ته ورته هدف د „MB 4.0“ پروژه هم لري چی په لسو ژبو اروپایی مهاجرینو ته مشوره ورکوي. د پناه غوښتنې او مهاجرت او ادغام په امورو کی د فدرال دولت د استازی په مالي مرسته د معلوماتو او مشاورې خدمات په پراخه او په ډيره آسانه توګه اړونده پناه غوښتنکو ته رسول کیږي او دا معلومات به د حقوقی له نظره مطمینه او ارزیابی شوي وي.
د مشاورې اساسي موضوعات د ښځو ادغام د کار په ساحه کې او همدارنګه ښځو ته د هغوي د ستونزو او هغه مسایل چي ښځې ورسره مخ وي کومک رسول دی. د حقوقې لارښوونو په ذریعه چي د حقوق پوهانو له خوا د مشاورینو په تیم کي ترسره کیږي د معلوماتو او مشورو د لوړ کیفیت او اطمینان سبب ګرځي.
د دې پروژې یوه خاصه ځانګړیتیا دا ده چي د المان د کار فدرال اداره د یو ځانګړی استازی په واسطه چې د کار په بازار کی د حقوقو د برابرۍ لپاره کار کوي.د پروژې په ترڅ کې دوه متخصص همکاران د المان د کار فدارل ادارې له خوا فعاله دي چې دوي به د کار ادارې او جاب سنتر سره لکه یو ارتباطی پل په شان وي.
د پروژې نتایج په منظمه توګه یاداښت کیږي او ارزول کیږي. دا چي د اړتیا وړ معلومات او مشورې په دوامداره توګه او په ښه کیفیت سره وړاندي شي نو په دی خاطر مسلکی عمومې اړیکې له نورو کلیدې سازمانونو سره (لکه د کار فدرال اداره، د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنکو اداره او د نورو عمومی ټولنیزو رسنیو چلونکي او غیر انتفاعې دفترونه او پروژې چې د مهاجرینو لپاره کار کوي) ساتل د پروژې کار او له دې طریقه ارایه شوی معلومات ډیر موثره واقع کیږي.